STA PA TAKAL KE.

 

غزل

 

 

ستا په تکل کښ د خپل ځانه ورک شوم

د  کلي ورک شوم، د  جهانه ورک شوم

 

زړه کښ مي اوسي  خو پیدا مي نه کړي

د  خپلي  مزکي  د  آسمانه  ورک  شوم

 

تا خو  په سترګو کښ ځايئ  کړي  وومه

دا  څنګه  چل  دي  چه  لتانه  ورک شوم

 

زه  دي  وولاړ  وومه  د کور په خوا کښ

بیا  ولي  زه  درنه  جانانه  ورک  شوم

 

پیټي  په  سر  ستا  د  جفا  ګرزه ووم

ځکه  د خپلي پختونخوانه ورک شوم

 

غمونو ستا مي  خوب خندا  ورکه کړه

لکه  ګلاب  د  ګلستانه  ورک  شوم

 

خیاله  منزل  ته  رسیدلي  نه  شم

په لاره تلمه د کاروانه ورک شوم

 

امدادالله خیال هشنغر

 

Leave a Reply

You must be logged in to post a comment.